د باغدارۍ ډيپارټمنټ
د باغدارۍ ډيپارټمنټ پېژندنه (Horticulture Department)
۱. تاریخچه او د تاسیس موخې
- د باغدارۍ ډيپارټمنټ په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د بادغیس پوهنتون د کرنې پوهنځي په چوکاټ کې خپل فعالیت پیل کړ.
- د دې ډيپارټمنټ د رامنځته کولو بنسټیزه موخه، د نویو نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره د باغدارۍ په علم او فن کې د متخصصو کادرونو روزل دي.
- دا برخه له نوي شوي تحصیلي کریکولم څخه په ګټې اخیستنې، د مېوو، سبزیجاتو، ګلانو او زینتي نباتاتو په برخو کې بېلابېل مضمونونه په نظري او عملي بڼه تدریسوي.
۲. لیدلوری او ماموریت
- لیدلوری (Vision): د هېواد د باغدارۍ د برخې د دوامدارې پراختیا لپاره د ژمنو او وړ متخصصینو د روزنې په موخه د ملي کچې په یوه مخکښ علمي مرکز د بدلېدو هڅه.
- رسالت او ماموریت: د مدیریتي حل لارو د وړاندې کولو او د افغانستان د یوه مهم اقتصادي شاخص په توګه د باغدارۍ د وضعیت د ښه والي له لارې د ټولنې د اقتصادي وضعیت لوړول.
۳. علمي کادر او فارغان
- دا ډيپارټمنټ د ماسټرۍ په کچه او د دوکتورا د دورې محصل په ګډون شپږ تنه استادان لري.
- د دې څانګې د فارغانو لومړنۍ دوره په ۱۳۹۴ کال کې چې ۱۲ تنه محصلین وو، د کار بازار ته معرفي شول او تر اوسه پورې د نارینه او ښځینه دواړو قشرونو څخه ډېری متخصصین له دې ډيپارټمنټ څخه فارغ شوي دي.
۴. ښوونیز جوړښت او ترلاسه شوي مهارتونه
- په دې ډيپارټمنټ کې تحصیلي دوره څلور کلنه (اته سمسټره) ده او محصلین د لیسانس سند د ترلاسه کولو لپاره د ۱۶۵ درسي کرېډیټونو بشپړولو ته اړ دي.
- د دې څانګې فارغان لاندې مهارتونه ترلاسه کوي:
- د باغدارۍ د محصولاتو د کرلو، پاللو، راټولولو، زېرمه کولو او پروسس پر عصري میتودونو برلاسی.
- د هارتیکلچر (باغدارۍ) د محصولاتو په مارکېټینګ او بازارموندنه کې وړتیا.
- اکاډمیکو اخلاقو، اسلامي ارزښتونو او هېوادپالنې ته ژمنتیا.
۵. ښوونیزې موخې او مقاصد
- متخصصو ځواکونو ته د باغدارۍ د عصري او دوامدارو تخنیکونو ښوونه.
- د باغدارانو د ستونزو د حل او د تولید د کچې د لوړولو لپاره د تطبیقي څېړنو ترسره کول.
- د سوداګریزې باغدارۍ د پراختیا لپاره له خصوصي سکتور سره همکاري.
- د طبیعي سرچینو د مدیریت د میتودونو دودول او د زیان رسوونکو کیمیاوي توکو د کارولو کمول.
۶. کاري ساحې او کاري فرصتونه
د باغدارۍ ډيپارټمنټ فارغان کولای شي په لاندې برخو کې دنده ترسره کړي:
- د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او ولایتي ریاستونه.
- د باغدارۍ د پراختیا او د صادراتي مېوو د تولید پروژې.
- د باغدارۍ د محصولاتو د زېرمه کولو، پروسس او بازارموندنې اړوندې ادارې.
- د چاپیریال ساتنې ملي اداره او د سمسورتیا پروژې.
- د تخنیکي زده کړو انستیتیوتونه او کرنیز څېړنیز مرکزونه.
۷. کلیدي مضمونونه (کریکولم)
د دې ډيپارټمنټ ځینې تخصصي مضمونونه عبارت دي له:
- د مېوو او سبزیجاتو د تولید بنسټونه.
- تکثیر او قوریه داري.
- زینتي نباتات او د شین چاپیریال ډیزاین.
- په ساتل شوي چاپیریال (شنو خونو) کې کښت.
- د هارتیکلچر (باغدارۍ) د محصولاتو زېرمه کول او پروسس.