سومین روز کنفرانس علمی

basu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۱۵

در سومین روز کنفرانس علمی ـ تحقیقی تأثیرات فرامین عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه، (۱۳۲) مقاله ارائه شد
در سومین روز «کنفرانس علمی ـ تحقیقی تأثیرات فرامین عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه» که تحت رهبری وزارت تحصیلات عالی از سوی پوهنتون وردگ برگزار شده است، (۱۳۲) مقاله تحقیقی از سوی علمای کرام، استادان و محققان در ده محل تعیین شده ارائه شد.
ارائه مقالات در هر محل با سخنرانی افتتاحیه یکی از مسئولان ارشد و علمای کرام آغاز شد. در محل نخست، تالار (تمیم انصاري رضي الله عنه)، استاد شیخ الحدیث محمد اسماعیل رحمانی رئیس مدرسه جهادی کابل، پیرامون مسؤولیت‌های امرا و رعیت صحبت کرد و گفت که امرا باید حقوق رعیت را به‌گونه کامل ادا کنند، امنیت را تأمین نمایند، سنگرهای کشور را مستحکم نگه دارند و با رعیت شفقت و مهربانی داشته باشند. وی افزود که شفقت به رعیت، صدور فرامین برای آنان است.
محترم رحمانی صاحب گفت که صدور فرامین تنها به زمان حاضر اختصاص ندارد، بلکه در اسلام پیشینه طولانی دارد و در زمان خلفا نیز فرامین صادر می‌شد. وی افزود که مسؤولیت علما این است تا فرامین امیر را برای مردم تشریح کنند و مردم نیز از آن اطاعت نمایند.
همچنان مطابق آجندا، مقالات به‌گونه منظم و تحت نظارت مسؤول محل، معاون و هیئت ژوری ارائه شد، از محققان پرسش‌هایی صورت گرفت و میان اشتراک ‌کنندگان بحث‌هایی انجام شد.
قابل یادآوری است که روز گذشته، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌الاسلام مولوی هبةالله اخندزاده حفظه الله تعالی ورعاه با حضور در این کنفرانس، از ابتکار پوهنتون وردگ ستایش کرده و برای اشتراک‌کنندگان سخنرانی عالمانه ایراد نمود.
.........
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو علمي ــ څېړنیز کنفرانس په درېیمه ورځ (۱۳۲) مقالې وړاندې شوې

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د وردګ پوهنتون له لوري «د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو علمي ــ څېړنیز کنفرانس» په درېیمه ورځ په لسو محلونو کې د علماء کرامو، استادانو او څېړونکو له لوري (۱۳۲) څېړنیزې مقالې وړاندې شوې.
په هر محل کې د مقالو وړاندې کولو پیل د یوه مشر مسؤل او عالم په پرانیستې وینا سره وشو، چې په لومړي محل (تمیم انصاري رضي الله عنه) تالار کې د کابل جهادي مدرسې مشر استاد شیخ الحدیث محمد اسماعیل رحماني د امراوو او رعیت پر مسؤلیتونو خبرې  وکړې او ویې ویل چې امرا باید د رعیت حقوق پوره کړي، امنیت راولي، د ملک سنګرونه محکم وساتي او پر رعیت شفقت وکړي او شفقت دا دی چې فرمانونه ورته صادر کړي. 
محترم رحماني صاحب وویل چې فرمانونه یوازې اوس نه دي صادر شوي، بلکې په اسلام کې ډېره مخینه لري او د خلفاوو په وخت کې هم فرمانونه صادرېدل. نوموړي زیاته کړه چې د علماوو مسؤلیت دا دی چې د امیر فرمانونه نورو خلکو ته تشریح کړي او خلک یې اطاعت وکړي.
همدارنګه له اجنډا سره سم د محل مسؤل، مرستیال او ژوري هئیت تر څارنې لاندې په منظم ډول مقالې وړاندې شوې، له څېړونکو پوښتنې وشوې او د ګډونوالو تر منځ بحثونه ترسره شول. 
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ په دغه کنفرانس کې عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الاسلام مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله تعالی ورعاه په خپل حضور سره، د وردګ پوهنتون دغه نوښت وستایه او ګډونوالو ته یې عالمانه وینا وکړه.

نېټه: پنجشنبه 
۱۴۴۸هـ.ق، د جمادي الاخرة ۸مه
۱۴۰۵هـ.ش، د عقرب ۲۸مه

مدیریت عمومی نشرات و روابط عامه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

د بادغیس پوهنتون د مشهورو عالمانو او دیني مدرسو د عالمانو د لوړو او دنیاوي ازموینو د پروسې څارنه!

نن پنجشنبه، د ۱۴۴۷ کال د ۷/۱۱/۱۴۴۷ کال د ۱۱/۱۰/۱۴۰۴ کال سره سمون خوري، د ولایت والي الحاج ملا محمد حنیف حمزه، د علماوو شورا رئیس الحاج شیخ محمد معروف صبور او د پوهنتون رئیس الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۰:۵۷
Background image

د قلعه نو ښاروالۍ او د بادغیس د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د همکارۍ یادښت

د دوشنبې په ورځ 09/08/1445 د قلعه نو ښاروالۍ او د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
د قلعه نو ښاروالۍ او د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې ریاست ترمنځ د همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۵:۲۹
Background image

د بادغیس د لوړو زده کړو مؤسسې د سرپرست معرفی کول

اساسی مکتوب 1745 نیټه 20-7-1444 ریاست د لوړو زده کړو وزارت محترم دفتر.
محترم مولوي غلام رسول سروري د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې د سرپرست په توګه وټاکل شو.
د پنجشنبې په ورځ په ۲۵-۷-۱۴۴۴. . .

BACK TO NEWS