د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو علمي ــ څېړنیز څلور ورځنی کنفرانس پیل شو

basu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۹:۱۷
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو علمي ــ څېړنیز

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د وردګ پوهنتون له لوري، په کابل پوهنتون کې جوړ شوي «له اسلامي قیادت څخه تر شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي پرمختګونو پورې، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو علمي ــ څېړنیز کنفرانس» په پرانیستې مراسمو کې، د سترې محکمې رئیس قاضي القضات شیخ صاحب، د ریاست الوزراء اداري مرستیال، د کورنیو چارو وزیر، د عدلیې وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر، د استخباراتو عمومي ریاست رئیس، د میدان وردګو ولایت والي سربېره، د وزیرانو شورا یو شمېر نورو غړو، د اکثرو ولایاتو والي صاحبانو، د مستقلو ادارو رئیس صاحبانو، د ملک مشهورو شیوخ کرامو، د لوړو زده کړو وزارت او وردګ پوهنتون رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استاذانو او څېړونکو په شمول شاوخوا ۳۰۰۰  کسانو ګډون کړی و. 
د یاد کنفرانس په پیل مراسمو کې د سترې محکمې رئیس قاضي القضات شیخ القرآن والحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني صاحب وویل چې الحمدالله ټول افغانسان د واحد نظام او یوه امیر تر چتر لاندې راغی او ټول په اتفاق او اتحاد کې د یوه امیر تر حکم لاندې په خوشحالۍ سره ژوند کوي.
محترم قاضي القضات شیخ صاحب وویل: «څومره چې رسنۍ تبلیغات کوي، دومره لوږه په افغانستان کې نشته، هغوی زموږ دښمنان دي او غواړي زموږ دغه نظام (نعمت) پټ کړي.» او زیاته یې کړه چې د اسلامي نظام بقا په وحدت کې ده، نو راځئ چې خپل وحدت ټینګ وساتو او د خپلو امراوو اطاعت وکړو. 
دغه راز د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وویل چې د علماء کرامو او استادانو مبارزه له هېچا پټه نه ده، د هغوی قیام او قربانیو ورکول د سوچه اسلامي نظام د حاکمیت لپاره وو. محترم حنفي صاحب وویل عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرمان صادر کړ، چې په ټول افغانستان کې د کوکنارو او مخدره توکو کمښت، تجارت او کارونه بنده ده او ورسره یې د ټولو روږدو درملنه پیل کړه او دې ته ورته پر مهمو مسایلو یې فرمانونه صادر کړي دي. 
همدارنګه د کورنیو چارو محترم وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني تر جهادي دورې د اوسمهال مسؤلیت او کار ډېر سخت وباله او د فرمانونو په اړه یې وویل چې موږ باید د اسلامي نظام په اهمیت او عظمت خلک پوه کړو، ځکه ډېر خلک یې په عظمت او اهمیت نه پوهېږي. 
همدا راز د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وویل چې د دې کنفرانس هدف د اسلامي نظام استحکام دی او د دې لپاره په دې کنفرانس کې علماء کرامو، استاذانو او محقیقینو ډېر کار شوی دی.  
د عدلیې وزیر شیخ القرآن والحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب وویل چې زموږ اساسي قانون قرانکریم دی، دا قانون شرعي دی او له شریعت څخه اخیستل شوی دی، وضعي قوانین غیر شرعي او د اسلام خلاف دي. نوموړي د نظام استقامت د قانون په شتون کې وباله او ویې ویل په دې کنفرانس کې چې پوهانو او محقیقینو کومې مقالې لیکلي دا د راتلونکو نسلونو لپاره ډېر لوی خدمت دی. 
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ مولوي محمد خالد حنفي صاحب وویل چې له نورې نړۍ سره زموږ توپیر دا دی چې زموږ منهج امر بالمعروف او نهي عن المنکر دی او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت د غوره والي یوه وجه هم ده. 
د استخباراتو عمومي ریاست رئیس مولوي عبدالحق وثیق صاحب وویل چې تاسې یوه داسې استخباراتي اداره لرئ، چې د هر قسم جنایتونو پر وړاندې خپلې هڅې کوي او زیاته یې کړه؛ راځئ چې دا فرامین عملي کړو او په عملي کولو کې یې خپل ماتحت کسان تعقیب کړو. 
د میدان وردګو ولایت والي الحاج مولوي خیرالله خیرخواه وویل چې افغانستان د ځمکې پر مخ یوازینۍ جغرافیه ده، چې اسلامي نظام پکې حاکم دی او زیاته یې کړه چې د دغه کنفرانس په هکله چې کومې مقالې لیکل شوي، د دین د نفاذ په برخه کې په دنیا کې ساری نه لري. 
همدارنګه د وردګ پوهنتون رئیس شیخ محمد عابد حقاني وویل چې ځینې خلک په فرامینو نیوکې کوي، مخکې هم مشرکانو په شریعت نیوکې کړي دي؛ خو علماوو یې مقابلې کړي، اوس هم الحمدلله علماوو په فرامینو د نیوکو مقابلې کړي او د دې کنفرانس لپاره یې زرګونه مقالې پرې لیکلي دي.
په دې کنفرانس کې پر ټولنه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو اغېزې څېړل شوي، چې هدف یې په شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي چارو کې پرمختګ او د ستونزو حل دی.
د یادونې وړ ده چې د دې کنفرانس لپاره د علماء کرامو، استاذانو او محقیقینو له لوري (۱۸۷۶) مقالې لیکل شوې وې، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته (۹۴۷) مقالې منل شوي دي، چې یو شمېر به یې په کنفرانس کې وړاندې شي. 
هېره دې نه وي چې د دې کنفرانس لپاره لیکل شوې مقالې د «موسوعة ‌المقالات‌ العلمیة‌ حول فرامین أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه في تطبیق‌ الشریعة الاسلامیة» تر عنوان لاندې (۷۵) جلده کتاب او لنډیزونه یې په (۶) جلدونو کې چاپ شوي دي.

نېټه: دوشنبه
۱۴۴۸هـ.ق، د جمادي الاخرة ۵مه
۱۴۰۵هـ.ش، د عقرب ۲۵مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

د بادغیس پوهنتون د مشهورو عالمانو او دیني مدرسو د عالمانو د لوړو او دنیاوي ازموینو د پروسې څارنه!

نن پنجشنبه، د ۱۴۴۷ کال د ۷/۱۱/۱۴۴۷ کال د ۱۱/۱۰/۱۴۰۴ کال سره سمون خوري، د ولایت والي الحاج ملا محمد حنیف حمزه، د علماوو شورا رئیس الحاج شیخ محمد معروف صبور او د پوهنتون رئیس الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۰:۵۷
Background image

د قلعه نو ښاروالۍ او د بادغیس د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د همکارۍ یادښت

د دوشنبې په ورځ 09/08/1445 د قلعه نو ښاروالۍ او د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
د قلعه نو ښاروالۍ او د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې ریاست ترمنځ د همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۵:۲۹
Background image

د بادغیس د لوړو زده کړو مؤسسې د سرپرست معرفی کول

اساسی مکتوب 1745 نیټه 20-7-1444 ریاست د لوړو زده کړو وزارت محترم دفتر.
محترم مولوي غلام رسول سروري د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې د سرپرست په توګه وټاکل شو.
د پنجشنبې په ورځ په ۲۵-۷-۱۴۴۴. . .

BACK TO NEWS