د قلعه نو ښاروالۍ او د بادغیس د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د همکارۍ یادښت
د دوشنبې په ورځ 09/08/1445 د قلعه نو ښاروالۍ او د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
د قلعه نو ښاروالۍ او د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې ریاست ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک د بادغیس د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج مولوي غلام رسول سروري او د قلعه نو ښاروال مولوي نظرمحمد وثیق ترمنځ لاسلیک شو. د پورتني یادداشت د متن له مخې دواړه بنسټونه مکلف دي چې د ښه خدمتونو د وړاندې کولو او د یو بل له سرچینو څخه د استفادې په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.