د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د بادغیس د لوړو زده کړو له موسسې څخه لیدنه وکړه.
د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې د ستونزو او ننګونو د اوریدو په موخه د لوړو زده کړو وزارت یوه پلاوي له دې ادارې څخه لیدنه وکړه
د لوړو زده کړو وزارت د ویاند، د لوړو زده کړو وزارت د بیړنیو حالاتو مدیر، د لوړو زده کړو وزارت د ولایتي ادارې مدیر په ګډون یوه پلاوي د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې له مشرتابه، استادانو او کارکوونکو سره وکتل. چهارشنبه د سلواغه ۱۹مه ۱۴۰۱
او د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ سره د مطرح شویو ستونزو په حل کې به د دغې تحصیلي موسسې په ټولو څانګو کې د شته ستونزو د حل او د امکان تر حده د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې اغیزمن اقدامات ترسره شي.
(د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو برخه)
د تعدیل او خبرتیا نیټه: 20 سلواغه 1401
موږ سره اړیکه ونیسئ: 0799555703