د کرنې پوهنځي معرفي
د پوهنځي معلومات
د بادغیس پوهنتون د زراعت پوهنځی د دې علمي مرکز د بنسټیزې ستنې په توګه په ۱۳۸۹ هـ ش کال کې تأسیس شو. دې بنسټ خپل علمي او تدریسي فعالیتونه د ۹۶ تنو محصلینو په جذب او د دوو دیپارتمنتونو په رامنځته کولو سره پیل کړل. د دې پوهنځي تأسیس د بادغیس ولایت د زراعتي، اقتصادي او اقلیمي اړتیاوو پر بنسټ یو علمي ځواب و (په دې دلیل چې د دغه ولایت اقتصاد پر کرنه، باغدارۍ، مالدارۍ او د پستې پر ځنګلونو ولاړ دی).
دغه پوهنځی تر اوسه سلګونه تنه ځوانان د عصري زراعتي پوهې سره سمبال کړي او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي، چې د لومړۍ دورې فراغت یې په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې ترسره شو.
۲- د فارغ ورکوونکو دیپارتمنتونو لېست
د زراعت پوهنځی اوس مهال لاندې څلور فعال دیپارتمنتونه لري:
• ځنګلداري او طبیعي منابع
• حیواني علوم
• اگرانومي
• باغداري
۳- د پوهنځي اهداف
د زراعت پوهنځي ستراتیژیک او اساسي اهداف په لاندې ډول دي:
• د علمي پروګرامونو پراختیا: د لیسانس په کچه د زراعت په بېلابېلو برخو کې د مسلکي او متخصصو کدرونو روزنه، د کار بازار او د بادغیس ولایت د اقلیم اړتیاوو ته په کتو.
• د کیفیت لوړول: د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو معیارونو تطبیق تر څو پوهنځی په یو معیاري او بااعتباره تحصیلي بنسټ بدل شي.
• د څېړنو پراختیا: د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د تطبیقي څېړنو پیل تر څو د ټولنې ستونزې حل شي.
• د زیربناوو پراختیا: د لابراتوارونو، تحقیقي فارمونو او درسي ټولګیو سمبالول له نوې ټکنالوژۍ سره.
• د اړیکو پراختیا: له تحصیلي بنسټونو او زراعتي سکتور سره د تفاهمنامو لاسلیک او علمي همکاري رامنځته کول.
• د ظرفیت لوړول: د استادانو د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو لپاره د زمینې برابرول او د کارکوونکو مسلکي پرمختګ.
• د ادارې ښه والی: د بااستعداده علمي کدرونو جذب او د اداري او خدماتي بستونو بشپړول.
۴- د پوهنځي رسالت (ماموریت)
د بادغیس پوهنتون د زراعت پوهنځي ماموریت د زراعت او حیواني علومو په برخه کې د متخصصو او متعهده بشري قواوو روزنه، د سیمهییزو زراعتي او حیواني ستونزو د حل لپاره تطبیقي څېړنې ترسره کول، او د دهقانانو او مالدارانو د ژوند د کیفیت د ښه والي لپاره مشورتي او ترویجي خدمات وړاندې کول دي، تر څو د طبیعي منابعو ساتنه یقیني شي.
۵- د پوهنځي ارزښتونه
• د اسلامي، ملي، انساني او اکادمیکو ارزښتونو ساتنه او پیاوړتیا
• د ټولنې علمي او تحقیقي اړتیاوو ته ځواب ویل
• د نوښت او خلاقیت لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کول
• مسؤلیتپذیري او حساب ورکونه
• د شایستهسالارۍ اصل ټینګښت
• د ډلهییز کار روحیه پیاوړتیا
• د قانونمندۍ روحیه ټینګښت
۶- د پوهنځي اسانتیاوې (زیربناوې)
• درې پوړیز تدریسي تعمیر (چې دا مهال له نورو پوهنځیو سره په ګډه کارول کېږي)
• ۲.۵ جریبه ځانګړی تحقیقي فارم
• ګلخانه د موسم څخه بهر د نباتاتو د کر او څېړنو لپاره
• د وسایطو پارکینګ
۷- د استادانو احصائیه
پوهنځی په مجموع کې ۲۴ علمي بستونه، ۴ اداري او ۳ خدماتي بستونه لري.
• ټول کادري استادان: ۲۴ تنه (ټول نارینه)
• د ماسټر کچه: ۱۰ تنه
• د لیسانس کچه: ۵ تنه
• د بورس محصلین (ماستري او دوکتورا): ۶ تنه
• هغه استادان چې له پوهنځي بهر اداري دندې ترسره کوي: ۳ تنه
۸- د محصلینو احصائیه
• ټول محصلین: ۹۸ تنه (ټول نارینه)
• نوي جذب شوي محصلین: ۲۰ تنه
• د استاد او محصل نسبت: ۱:۵
۹- د فارغانو احصائیه
دغه پوهنځی له ۱۳۹۲ کال راهیسې تر اوسه پورې سلګونه تنه ځوانان د عصري زراعتي پوهې سره سمبال کړي او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي.
د اگرانومي دیپارتمنت پېژندنه (Agronomy Department)
۱. تاریخچه او ځایګی
د اگرانومي دیپارتمنت د بادغیس پوهنتون د زراعت پوهنځي په چوکاټ کې په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د افغانستان د زراعتي ټولنې لپاره د متخصصو کدرونو د روزنې په موخه تأسیس شو. دغه دیپارتمنت تر اوسه شاوخوا ۲۵۰ تنه نارینه او ښځینه محصلین روزلي او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي. اوس مهال د دې څانګې علمي کدر شپږ تنه استادان دي چې د لیسانس، ماستر او دوکتورا سویې لري او د تدریس او څېړنې چارې پر مخ وړي.
۲. لید او ماموریت (Vision & Mission)
• لید: په راتلونکو پنځو کلونو کې د لوېدیځ زون په کچه یو مخکښ علمي او تحقیقي مرکز ګرځېدل، د متخصصو کدرونو روزنه، تطبیقي څېړنې او د پایدارې کرنې ترویج.
• ماموریت: د متخصص بشري ځواک روزنه، د زراعتي ستونزو په اړه علمي څېړنې او له دهقانانو او اړوندو بنسټونو سره همکاري.
۳. تعلیمي اهداف او د پروګرام پایلې (POs)
• تخصصي پوهه او د ستونزې تحلیل
• څېړنه او نوښت
• د حل لارو طرحه
• اخلاقي مسؤلیت
• اړیکې او مدیریت مهارتونه
۴. تحصیلي جوړښت
۴ کلن (۸ سمستر)، ۱۶۱–۱۶۸ کریډیټ
۵. کاري فرصتونه
• وزارت زراعت او ولایتي ریاستونه
• تحقیقي مرکزونه
• چاپېریالي ادارې
• خصوصي سکتور او مؤسسات
د باغدارۍ دیپارتمنت پېژندنه (Horticulture Department)
۱. تاریخچه
په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې تأسیس شوی
۲. لید او ماموریت
• ملي کچه مخکښ علمي مرکز ګرځېدل
• د باغدارۍ له لارې اقتصادي وده
۳. مهارتونه
• عصري باغداري
• مارکېټنګ
• ذخیره او پروسس
۴. کاري فرصتونه
• وزارت زراعت
• باغدارۍ پروژې
• بازارموندنه
• چاپېریال ساتنه
د حیواني علومو دیپارتمنت (Animal Sciences Department)
۱. تاریخچه
په ۱۳۸۹ هـ ش کال کې تأسیس شوی
۲. مهارتونه
• د فارم مدیریت
• د حیواناتو روزنه
• لبنیات، شاتو مچۍ، کب روزنه
۳. کاري فرصتونه
• وزارت زراعت
• کلینیکونه
• تحقیقي فارمونه
• خصوصي سکتور
د ځنګلونو او طبیعي منابعو دیپارتمنت (Forestry and Natural Resources Department)
۱. تاریخچه
په ۱۳۸۹ هـ ش کال کې تأسیس شوی
۲. مهارتونه
• د ځنګل مدیریت
• چاپېریال ساتنه
• د طبیعي منابعو مدیریت
۳. کاري فرصتونه
• د چاپېریال ساتنې اداره
• د اوبو او انرژۍ وزارت
• ملي پروژې
• تحقیقي بنسټونه
د ډیپارټمنټونو پېژندنه
- د ځنګلونو او طبیعي سرچینو ډیپارټمنټ: دا ډیپارټمنټ د پوهنځي له پیل (۱۳۸۹) راهیسې فعال دی او موخه یې د داسې متخصصینو روزل دي چې د طبیعي سرچینو، د پستې ځنګلونو، څړځایونو او وحشي ژوند د ساتنې، بیارغونې او ترې د پایدارې ګټې اخیستنې وړتیا ولري.
- د حیواني علومو ډیپارټمنټ: په ۱۳۸۹ کال کې تاسیس شوی او د پروټیني خوړو د خوندیتوب په موخه د نسل اصلاح، تغذیې، د غواګانو او چرګانو د فارمونو مدیریت، مچیو روزنې او کبانو روزنې په برخو کې پر علمي زده کړو تمرکز کوي.
- د اګرانومي ډیپارټمنټ: د غلو دانو او کرنیزو نباتاتو د کښت د علمي کولو په موخه جوړ شوی او د کښت، پالنې او راټولولو پر عصري لارو چارو، د نباتاتو اصلاح، د اوبو او خاورې مدیریت او د آفتونو پر کنټرول تمرکز کوي.
- د بڼوالۍ (باغدارۍ) ډیپارټمنټ: د بڼوالۍ سکټور د پراختیا په موخه جوړ شوی او مهم محورونه یې د مېوو د باغونو جوړول او مدیریت، سبزیجات، ګل روزنه، د شین چاپېریال ډیزاین (فضای سبز)، او له راټولولو وروسته د محصولاتو پروسس دی.
څانګې:
- د ځنګلونو او طبیعي سرچینو ډيپارټمنټ
- د اګرونومي ډيپارټمنټ
- د باغدارۍ ډيپارټمنټ
- د څارویو علومو ډيپارټمنټ